په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي له یوه ټیلر څخه سلګونه وسلې او زرګونه فیره مرمی د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ نوي ګمرک سيمه کې د ملي امنيت موظفينو تېره شپه په يوه ټيلر موټر کې چې په کې سيمنټ بار و ۱۵۲ بېلابېل ډوله وسلې او ۳۵۳۲۵ فيره د بېلابېلو وسلو مرمۍ ونيولې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې ۱۴۶ بېلابېل ډوله تومانچې او ۶ ماشيندارې شاملې دي.
د ولایت مقام په وینا، دغه وسلې وسله والو مخالفينو جلال اباد ښار ته لېږدولې او بيا غوښتل، چې د تخریبي کړنو په موخه يې په ښار او ولسواليو کې پر خپلو غړو توزيع کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.