کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې له یوه ټیلر څخه سلګونه وسلې او زرګونه فیره مرمي کشف شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 قوس 1396 ساعت 16:10

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ نوي ګمرک سيمه کې د ملي امنيت موظفينو تېره شپه په يوه ټيلر موټر کې چې په کې سيمنټ بار و ۱۵۲ بېلابېل ډوله وسلې او ۳۵۳۲۵ فيره د بېلابېلو وسلو مرمۍ ونيولې.


په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي له یوه ټیلر څخه سلګونه وسلې او زرګونه فیره مرمی د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوي.
 
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ نوي ګمرک سيمه کې د ملي امنيت موظفينو تېره شپه په يوه ټيلر موټر کې چې په کې سيمنټ بار و ۱۵۲ بېلابېل ډوله وسلې او ۳۵۳۲۵ فيره د بېلابېلو وسلو مرمۍ ونيولې.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې ۱۴۶ بېلابېل ډوله تومانچې او ۶ ماشيندارې شاملې دي.
 
د ولایت مقام په وینا، دغه وسلې وسله والو مخالفينو جلال اباد ښار ته لېږدولې او بيا غوښتل، چې د تخریبي کړنو په موخه يې په ښار او ولسواليو کې پر خپلو غړو توزيع کړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.
 
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 154734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154734/په-ننګرهار-کې-له-یوه-ټیلر-څخه-سلګونه-وسلې-او-زرګونه-فیره-مرمي-کشف-شوي

آوا
  https://www.avapress.com