د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
په افغانستان کې انترنتي خدمتونه مخ پر غوړیدو دي؛ خو د تنظیم او د معلوماتو او اصلاعاتو د خوندیتوب لپاره قانون نشته.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست سید احمد شاه سادات وايي، چې دغه قانون به ټول اطلاعات او معلومات خوندي کړي او ناقانونه کاروونکي به وپېژندل شي.
د معلوماتي تکنالوژۍ کارپوه سلیم ساعي وايي، د سایبري معلوماتو خوندیتوب ته جدي پاملرنه په کار ده.
هغه په دغه برخه کې د قانون د مسودې جوړیدل مهم ګڼي.
سایبري یا انترنتي بریدونه په ټوله نړۍ کې معمول دي او انترنتي غله د بېلا بېلو لارو د خلکو معلومات او اطلاعات پټوي.
د افغانستان د یو شمېر ادارو انترنت پاڼې هم څو وارې د انترنتي غلو لخوا تړل شوې وې.