دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 257904
د خوړو نړیوال سازمان افغانستان ته وراسته وریجې استولې دي
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه ختمې شوې او وراسته وریجې لېږلې چې په ټولنیزو رسنیو کې یې نیوکې او موضوع را پارولې ده.
افغان غږ خبری آژانس: ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د خوړو نړیوال سازمان افغانستان ته له وخته تېرې شوې وریجې لېږلي، چې د خوړلو وړ نه دي.
 
په ټولنیزو شبکو کې د خپرې شوې ویډیو له مخې په وريجو کې حشرات هم لیدل کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر چې د سیګار په نوم یادیږي په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین سخت دی او په دغه هیواد کې لږ تر لږه ۱۸،۹ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
 
په دغه راپور کې دغې امریکايي ادارې په افغانستان کې د قحطۍ د احتمالي پېښو په اړه خبرداری ورکړی و.
 
سیګار وویل، مرستندویه ادارې د بودیجې د نشتوالي له امله د خوراکي توکو او بیړنیو توکو د پام وړ کمښت سره مخ دي، نو تمه کیږي چې په راتلونکو میاشتو کې به میلیونونه افغانان له خورا لوږې سره مخ شي.
 
د سیګار د ادارې د راپور له مخې لږ تر لږه شپږ میلیونه خلک له قحطۍ سره مخامخ دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان خلک د بې وزلۍ، اقتصادي ستونزو او وزګارتيا تر څنګ، وروستيو ويجاړوونکې زلزلې او سيلابونو په هېواد کې ډېر خلک زيانمن کړي، چې ډېرى يې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
 
https://avapress.com/vdccxmqi02bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته