دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 289971
په جوزجان کې د سېلابونو له امله د دوو ځوانانو وژل شوي او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده
د جوزجان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله دوه تنه مړه شوي او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي سراج الدین سراجي وايي، د جوزجان ولایت په دریو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه تنکي ځوانان مړه شوي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده. عامه او ثانوي سړکونه او د چک بندونه ویجاړ شوي دي

هغه زياته کړه: "خواجه دو کوه، درزاب او غوث تپه د جوزجان ولايت له هغو ولسواليو څخه دي، چې سېلابونو تر ټولو زيات زيانونه اړولي او له نېکه مرغه د مرستو رسولو لپاره لازم چمتووالى نيول شوى دى."

له بلې خوا په جوزجان ولايت کې د الفتح د ٢٠٩ اتل قول اردو د دويمې لوا مسوول ملا شمشير وويل: د ملي اردو سرتيري له بشپړو وسايلو سره له سيلابونو وروسته د خلکو مرستې ته ورغلل. 

نوموړي له سېلاب ځپلو سره د مرستو په رسولو کې د ملي اردو ځواکونو د هڅو او مرستو د دوام اعلان وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د جوزجان د سيمه ييزو ارګانونو لوړپوړو چارواکو له سېلابونو وروسته له زيانمنو شويو سيمو څخه ليدنه وکړه.
https://avapress.com/vdcbz9b58rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته