کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انترنتي خدمتونو د خوندیتوب قانون مسوده عدليې وزارت ته وسپارل شوه

1 جوزا 1396 ساعت 8:41

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، چې د سایبر یا انترنتي خدمتونو د خوندیتوب قانون مسوده عدليې وزارت ته سپارل شوې ده.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، په افغانستان کې انترنتي خدمتونه مخ پر غوړیدو دي؛ خو د تنظیم او د معلوماتو او اصلاعاتو د خوندیتوب لپاره قانون نشته.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست سید احمد شاه سادات وايي، چې دغه قانون به ټول اطلاعات او معلومات خوندي کړي او ناقانونه کاروونکي به وپېژندل شي.
د معلوماتي تکنالوژۍ کارپوه سلیم ساعي وايي، د سایبري معلوماتو خوندیتوب ته جدي پاملرنه په کار ده.
هغه په دغه برخه کې د قانون د مسودې جوړیدل مهم ګڼي.
سایبري یا انترنتي بریدونه په ټوله نړۍ کې معمول دي او انترنتي غله د بېلا بېلو لارو د خلکو معلومات او اطلاعات پټوي.
د افغانستان د یو شمېر ادارو انترنت پاڼې هم څو وارې د انترنتي غلو لخوا تړل شوې وې.


د مطلب کود: 143366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143366/د-انترنتي-خدمتونو-خوندیتوب-قانون-مسوده-عدليې-وزارت-ته-وسپارل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com