دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 256188
د امریکا بندیزونه په افغانستان کې د بې وزلۍ اصلي لامل دی
امیرخان متقي؛ د بهرنیو چارو وزیر په تاشکند کې د افغانستان د امنیت او اقتصاد په اړه په نړیوال کنفرانس کې پر افغانستان د امریکا د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په هېواد کې د بې وزلۍ د پراخېدو یو لامل د امریکا بندیزونه دي.
افغان غږ خبری آژانس: مولوی امیرخان متقی؛ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تاشکند په غونډه کې چې نن (سه شنبه د اسد ۴مه) پیل شوه وویل چې په افغانستان کې د بې وزلۍ یو لامل د امریکا بندیزونه دي. هغه زیاته کړه، په تېرو یوولسو میاشتو کې د افغانستان نوی حکومت توانېدلی چې امنیت ټینګ کړي، امنیتي بنسټونه فعال کړي او د بنسټیزو دولتي بنسټونو او کارکوونکو ساتنه وکړي.
 
متقي زیاته کړه، اسلامي امارت د خلکو لپاره اساسي خدمات تامین کړي او له کلونو وروسته یې د لومړي ځل لپاره ملي بودیجه له داخلي عوايدو برابره کړې ده.
 
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې زموږ اقتصادي نظام د امریکا د متحدو تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی او دا په افغانستان کې د بې وزلۍ یو له اصلي لاملونو څخه دی.
 
نوموړي ومنله، چې دغه کار نه يوازې د بهرنۍ راکړې ورکړې د پانګونې او تطبيق مخه نیولي، بلکې په اقتصادي فعاليتونو کې يې هم ګډوډي رامنځته کړې، چې يوازې عامو خلکو ته يې زيان رسېږي.
 
متقي؛ څرګنده کړه چې اسلامي امارت له امریکا غواړي چې د افغانستان د مرکزي بانک ټولې شتمنۍ دې له کوم قید او شرط پرته وباسي او پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه دې لغوه کړي.
 
له بلې خوا انس حقاني؛ د تاشکند په غونډه کې د اسلامي امارت یوه جګپوړي غړي هم په یوه پیغام کې ویلي چې په دې غونډه کې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړي او د افغانستان په وړاندې یې د بندیزونو په ختمولو ټینګار وکړ.
 
ټام ویسټ؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په تاشکند کې نړیوالې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې واشنګټن چمتو دی چې له اسلامي امارت سره د افغانستان د منجمد شویو پیسو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.
 
لویدیځ ټینګار کړی چې نړیوال بنسټونه باید له اسلامي امارت سره د خبرو له لارې په دې برخه کې شفافیت یقیني کړي.
 
دغه راز د تاشکند په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو نورو استازو هم د افغانستان له بانکي سیستم سره د مرستې او د افغانستان پر وړاندې د شته بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.
 
په همدې حال کې صدر جباروف؛ د قرغزستان ولسمشر هم د ترکي ژبو هېوادونو په غونډه کې وويل، په منځني ختيځ او افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعاليتونه اوج ته رسېدلي چې د سيمې ټول هېوادونه ګواښي.
 
هغه وویل، د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره له اسلامي امارت سره خبرو ته اړتیا ده او په دې برخه کې ګډ میکانیزم ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfcvd0cw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته