د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د نړیوالې سوداګرۍ د آسانتیاوو د هوکړه لیک موخه داده، چې په نړیواله کچه د پانګونې په لاره کې خنډونه له منځه ولاړ شي؛ نااړین تکسونه لیرې او د هېوادونو تر منځ بندري همکاري پراخه شي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال قربان حقجوزیاتوي، د قانون اصلاح او په تکنالوژۍ کې د سوداګريزو چارو سمبالول هغه ټکي دي، چې د نړیوالې سوداګرۍ د آسانتیاوو په تفاهم لیک کې ورته ځای ورکړشوی دی.
د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن وايي، چې په دغه هوکړه لیک کې د خصوصي سکتور ونډه روښانه شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ د نړیوالې سوداګرۍ د آسانیاوو هوکړه لیک په پلي کیدو هېوادونه کولی شي، چې تر یو تریلیون دالرو پورې سوداګریزه راکړه ورکړې وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅه کوي، چې تر یوه کاله قوانین اصلاح او د نړیوالې سوداګرۍ د هوکړه لیک پلي کیدو ته زمینه برابره کړي.