کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوالې سوداګرۍ د هوکړه لیک پلي کول د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم دی

9 حوت 1395 ساعت 9:49

د سوداګرۍ وزارت مسوولین د نړیوالې سوداګرۍ د آسانتیاوو هوکړه لیک عملي کیدل په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګڼي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د نړیوالې سوداګرۍ د آسانتیاوو د هوکړه لیک موخه داده، چې په نړیواله کچه د پانګونې په لاره کې خنډونه له منځه ولاړ شي؛ نااړین تکسونه لیرې او د هېوادونو تر منځ بندري همکاري پراخه شي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال قربان حقجوزیاتوي، د قانون اصلاح او په تکنالوژۍ کې د سوداګريزو چارو سمبالول هغه ټکي دي، چې د نړیوالې سوداګرۍ د آسانتیاوو په تفاهم لیک کې ورته ځای ورکړشوی دی.
د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن وايي، چې په دغه هوکړه لیک کې د خصوصي سکتور ونډه روښانه شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ د نړیوالې سوداګرۍ د آسانیاوو هوکړه لیک په پلي کیدو هېوادونه کولی شي، چې تر یو تریلیون دالرو پورې سوداګریزه راکړه ورکړې وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅه کوي، چې تر یوه کاله قوانین اصلاح او د نړیوالې سوداګرۍ د هوکړه لیک پلي کیدو ته زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 138667

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138667/د-نړیوالې-سوداګرۍ-هوکړه-لیک-پلي-کول-ودې-لپاره-مهم-دی

آوا
  https://www.avapress.com