تاند - د ننګرهار سوداګر وايي، که د ننګرهار د ولايتي شورا د رېس حاجي جمال قدير او ملي سوداګر حاجي فاروق د کسانو د پرونۍ وسله والې نښتې جدي څېړنه ونه شي سوداګر به بازار وتړي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونه دا خبردارى په هغې پسې ورکوي، چې پرون ماښام د جلال اباد په جوۍ هفت سيمه کې د ولايتي شورا د رییس او سوداګر حاجي فاروق د وسله والو ترمنځ نښته وشوه او سوداګر پکې د خپلو دوه ساتونکو د يرغمل کېدو او د يخ د يوې فابريکې د لوټل کېدو دعوه کوي.
د ننګرهار سوداګرو د يوې خبري ناستې پرمهال د دې ولايت د ولايتي شورا رېس او يو شمېر نور مخور له دوى نه له ډېر وخت راهيسې په راج اخېستو تورن کړل.
د دې خونې په خبري ناسته کې ملي سوداګر حاجي فاروق وويل، تېرماښام د ننګرهار د ولايتي شورا د رېس جمال قدير په مشرۍ نېږدې څلوېښتو وسله والو يې د يخو د توليد پر فابريکې وسله وال بريد وکړ او د فابريکې پر لوټلو سربېره يې د فابريکې دوه ساتونکي هم له ځان سره يرغمل يوړل.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستيال حاجي ګل مراد وويل، يوازې جمال قدير نه دى، چې د ننګرهار له سوداګرو يې راج اخېستى او لا يې غواړي.
د ده په ادعا څو نورې مخورې کورنۍ هم له ډېروخته داسې کوي.
ده د پرونۍ پېښې په غندنې سره خبردارى ورکړ، چې که دولت د ولايتي شورا له رېس نه چې د ده په دعوه پېښه کې پړ دى، پوښتنه و نه کړي، دوى به د ننګرهار ټول سوداګريز بازارونه وتړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري د شورا د رېس په استازيتوب رسنيو ته د پرونۍ پېښې پخلى وکړ، خو دا يې رد کړه چې ګواکې د شورا رېس د پېښې په سيمه کې و او د وسله والو مشري يې کوله.
زمري سوداګر حاجي فاروق له نوم اخېستو پرته يوه لوري پورې تړلى وګاڼه او
ويې ويل، غواړي د شورا رېس بدنامه کړي.
ده د پېښې په اړه نورې خبرې له وخته وړاندې وګڼلې، خو ويې ويل، قانوني
څېړنه او پلټنه يې غواړي.
د ننګرهار والي ګل آغاشېرزى چې د پېښې له ځايه د ليدنې پرمهال وويل، د
سوداګر فاروق شکايت يې اخېستى او د پېښې په اړه به اصولي چلن کېږي.
په ننګرهار کې دا وسله واله نښته د خپلې بڼې لومړنۍ نه ده، نېږدې درې
مياشتې مخکې هم د ولايتي شورا د رېس او يوه بل پخواني قومندان حاجي مونجي وسله وال په جلال اباد ښار کې د يوه ناڅرګند لامل له مخې سره په جګړه اوښتي وو، چې له دواړو غاړو پکې پينځو تنو ته مرګ، ژوبله اوښتې وه
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)