دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 107903
د ۲۰۱۵ کرکټ نړېوال جام سیالیو په لړ کې همدا اوس د افغانستان او استرلیاترمنځ لوبه روانه ده
د ۲۰۱۵ کرکټ نړېوال جام سیالیو په لړ کې همدا اوس د افغانستان او استرلیا لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.
بینټګ د استرلیا لوبډله کوي او تر دا مهاله یې په (۱۶ ) اورونو کې د ( ۱) لوبغاړې په سوځیدو سره ( ۹۴) منډې کړي دي.
د نړېوال جام په دغه سياليو کې دا د افغانستان څلورمه لوبه ده او د کابل پر وخت يوولس بجې په استراليا کې پیل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د استراليا د کرکټ ټيم کپتان مايکل کلارک پرون ويلي چې د دې هېواد د ټیم ۲۱ کلن بالر پت کامنز به له افغانستان سره په لوبه کې برخه نه اخلي ځکه چې له نيوزيلند سره د لوبې پرمهال لږ څه زخمي شوی دی.
د سريلانکا کومارا دراماسينا او د انګلستان مايکل ګاف د دې لوبې امپايري کوي او د سريلانکا رانجا مادوګلي د دې لوبو نظارت کوي.
له دې مخکې د افغانستان کرکټ ټيم له درو ټيمونو سره لوبې کړي دي چې دوې يې بايللي او يوه يې ګټلې
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfxedymw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته