کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۲۰۱۵ کرکټ نړېوال جام سیالیو په لړ کې همدا اوس د افغانستان او استرلیاترمنځ لوبه روانه ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 13 حوت 1393 ساعت 11:50


د ۲۰۱۵ کرکټ نړېوال جام سیالیو په لړ کې همدا اوس د افغانستان او استرلیا لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.
بینټګ د استرلیا لوبډله کوي او تر دا مهاله یې په (۱۶ ) اورونو کې د ( ۱) لوبغاړې په سوځیدو سره ( ۹۴) منډې کړي دي.
د نړېوال جام په دغه سياليو کې دا د افغانستان څلورمه لوبه ده او د کابل پر وخت يوولس بجې په استراليا کې پیل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د استراليا د کرکټ ټيم کپتان مايکل کلارک پرون ويلي چې د دې هېواد د ټیم ۲۱ کلن بالر پت کامنز به له افغانستان سره په لوبه کې برخه نه اخلي ځکه چې له نيوزيلند سره د لوبې پرمهال لږ څه زخمي شوی دی.
د سريلانکا کومارا دراماسينا او د انګلستان مايکل ګاف د دې لوبې امپايري کوي او د سريلانکا رانجا مادوګلي د دې لوبو نظارت کوي.
له دې مخکې د افغانستان کرکټ ټيم له درو ټيمونو سره لوبې کړي دي چې دوې يې بايللي او يوه يې ګټلې


د مطلب کود: 107903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107903/د-۲۰۱۵-کرکټ-نړېوال-جام-سیالیو-په-لړ-کې-همدا-اوس-افغانستان-او-استرلیاترمنځ-لوبه-روانه-ده

آوا
  https://www.avapress.com