ه پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار اړوند په یوه زیارت کې د خونړی چاودنې مخنیوی کړی دی.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د خپل عملیات په ترڅ کې د کابل ښار د لومړی امنیتي حوزې اړوند له صوفي عشقري زیارت څخه چاودیونکي توکې کشف او ترلاسه کړی.
چارواکي زیاتوي، چې وسله والو غوښتل د چاویدونکو توکو او د ریموټ کنټرول په وسیله د خلکو په منځ کې چاودنه ترسره کړي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنوري له لومړۍ نیټې راپدیخوا یوناما د ۴۲ بریدونو له امله د ۸۳۳ ملکي وګړو مرګ ژوبله ) ۲۶۱ وژل شوي او ۵۷۲ ټپیان( ثبت کړې، چې عبادت ځایونه، مذهبي مشران او عبادت کوونکي یې په نښه کړي.
یوناما وایي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله چې د دا ډول بریدونو په پایله کې د ۲۰۱۶ کال له پیل راهیسې رامنځ ته شوي، دهغو تلفاتو نږدې دوه برابره جوړوي، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ مستند شوي.
سرچینه: خامه پرس