کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په یوه زیارت کې د خونړی چاودنې مخه ونیول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 عقرب 1396 ساعت 11:26


ه پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار اړوند په یوه زیارت کې د خونړی چاودنې مخنیوی کړی دی.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د خپل عملیات په ترڅ کې د کابل ښار د لومړی امنیتي حوزې اړوند له صوفي عشقري زیارت څخه چاودیونکي توکې کشف او ترلاسه کړی.

چارواکي زیاتوي، چې وسله والو غوښتل د چاویدونکو توکو او د ریموټ کنټرول په وسیله د خلکو په منځ کې چاودنه ترسره کړي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنوري له لومړۍ نیټې راپدیخوا یوناما د ۴۲ بریدونو له امله د ۸۳۳ ملکي وګړو مرګ ژوبله ) ۲۶۱ وژل شوي او ۵۷۲ ټپیان(  ثبت کړې، چې عبادت ځایونه، مذهبي مشران او عبادت کوونکي یې په نښه کړي.

یوناما وایي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله چې د دا ډول بریدونو په پایله کې د ۲۰۱۶ کال له پیل راهیسې رامنځ ته شوي، دهغو تلفاتو نږدې دوه برابره جوړوي، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ مستند شوي.

سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 153019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153019/د-کابل-ښار-په-یوه-زیارت-کې-خونړی-چاودنې-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com