د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د افغانستان بانک رییس خلیل الله صدیق وایي؛ د ځینو قوانینو طرحې د دې سبب شوې، چې د افغانستان بانک له دې نوملړ ووځي.
د افغانستان بانک رییس دغه چاره په بانکي راکړه ورکړه کې د روڼتیا د را منځته کولو لپاره مهمه بولي او وایي، چې د روڼتیا لپاره نورې پراخې عملي طرحې هم تر لاس لاندې دي.
هغه زیاتوي، مونږ مجبوره یو، چې اوسنۍ لاسته راوړنې د چارو په تر سره کولو کې خوندي او وساتو.
افغانستان په سیمه کې د ځوان بانکي نظام لرونکی دی، چې دې حالت د افغانستان بانک په وړاندې اړینې ننګونې را ولاړې کړي او د خصوصي بانکونو پر کړنو هم څارنه لري.