کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان بانک د نړیوالو مالي چارو له خړ نوملړه وویستل شو

4 سرطان 1396 ساعت 11:05

د افغانستان بانک د نړیوالو مالي چارو د ډلې له خړ نوملړه وویستل شو؛ هغه هېوادونه، چې په دغه نوملړ کې راغلي د پولي او مالي معاملاتو په برخه کې له محدودویتونو سره مخ دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د افغانستان بانک رییس خلیل الله صدیق وایي؛ د ځینو قوانینو طرحې د دې سبب شوې، چې د افغانستان بانک له دې نوملړ ووځي.
د افغانستان بانک رییس دغه چاره په بانکي راکړه ورکړه کې د روڼتیا د را منځته کولو لپاره مهمه بولي او وایي، چې د روڼتیا لپاره نورې پراخې عملي طرحې هم تر لاس لاندې دي.
هغه زیاتوي، مونږ مجبوره یو، چې اوسنۍ لاسته راوړنې د چارو په تر سره کولو کې خوندي او وساتو.
افغانستان په سیمه کې د ځوان بانکي نظام لرونکی دی، چې دې حالت د افغانستان بانک په وړاندې اړینې ننګونې را ولاړې کړي او د خصوصي بانکونو پر کړنو هم څارنه لري.


د مطلب کود: 145333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145333/د-افغانستان-بانک-نړیوالو-مالي-چارو-له-خړ-نوملړه-وویستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com