دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 142136
ننګرهار ولایت کی بهرنیو ځواکونو بریدکړی دی
ننګرهار ولایت چارواکی ویلی، په دی ولایت کې د هوايي بریدونو او د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ خپل منځي نښته کې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، سیمه ییز چارواکي وايي، چې امنیتی بهرنیو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د اغزو سپین جومات او کنډي باغ په سیمو کې هوايي بریدونه کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلی، د یاد ولایت د د چپرهار ولسوالۍ د اغزو سپین جومات او دغه راز په د طالبانو وسله والو او داعش تر منځ نښتې هم شوې دي.
هغه وویل، چې د بهرنیو امنیتی ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۱۵ داعشیان وسله والو او د طالبانو وسله والو سره په نښته کې ۲۷ داعشیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه رسنیوټه څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdcc1iqse2bq0s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته