ننګرهار ولایت چارواکی ویلی، په دی ولایت کې د هوايي بریدونو او د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ خپل منځي نښته کې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار ولایت کی بهرنیو ځواکونو بریدکړی دی
12 ثور 1396 ساعت 17:59
ننګرهار ولایت چارواکی ویلی، په دی ولایت کې د هوايي بریدونو او د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ خپل منځي نښته کې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، سیمه ییز چارواکي وايي، چې امنیتی بهرنیو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د اغزو سپین جومات او کنډي باغ په سیمو کې هوايي بریدونه کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلی، د یاد ولایت د د چپرهار ولسوالۍ د اغزو سپین جومات او دغه راز په د طالبانو وسله والو او داعش تر منځ نښتې هم شوې دي.
هغه وویل، چې د بهرنیو امنیتی ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۱۵ داعشیان وسله والو او د طالبانو وسله والو سره په نښته کې ۲۷ داعشیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه رسنیوټه څه ندی ویلی.
د مطلب کود: 142136