د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو قومندان، چې په ورک مشهور وه له خپلو پنځو ملګرو سره د خپل ماین چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی: دا وسلهوال تېره ورځ شنبې(د سلواغې۳۰مه) د کوټ ولسوالۍ په بانډر کلي کې وژل شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې وژل شوي قومندان په ډېرو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود او هغه یې طرحه کړې وې.