کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ۶ تنه داعشیان د خپل ماین ښکار شول

2 حوت 1395 ساعت 9:03

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو قومندان، چې په ورک مشهور وه له خپلو پنځو ملګرو سره د خپل ماین چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي.


د آوا د خبر له مخی: دا وسله‎وال تېره ورځ شنبې(د سلواغې۳۰مه) د کوټ ولسوالۍ په بانډر کلي کې وژل شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې وژل شوي قومندان په ډېرو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود او هغه یې طرحه کړې وې.


د مطلب کود: 138365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138365/ننګرهار-کې-۶-تنه-داعشیان-د-خپل-ماین-ښکار-شول

آوا
  https://www.avapress.com