دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۶:۵۴
د مطلب کود : 157552
آخرنۍ انتخاب: یا سوله یا اسلحه؟
اشرف غنی؛ ولسمشر خارجی هیوادونو نمایندګانو او سفیرانو سره په لیدنه کې ویلی دی چی د هغه ډلو په وړاندی چی سولې سره نه یوځای کیږی او جنایتونه نه محکوموی باید اساسی اقدامات صورت ونیسی. په دی لیدنه کې ښاغلی غنی، د دولت نظر سولې پروسی په اړه بیان کړی دی او ویلی دی: ددی وخت رسیدلی دی ترڅو موږ ملی او سیمه ایز او بین المللی اجماع ته په دی برخه کې لاسرسی پيدا کړو او مشخص کړو او د هغه ډلو په وړاندی چی سولې سره نه یوځای کیږی اساسی اقدامات ترسره کړو. ښاغلی غنی وویل چی اخیر تروریستی پیښی دا پيغام روشانه کړه چی د هغه ډلو په وړاندی چی بشری ضد جنایتونه ترسره کوی او سوله نه قبلوی، جدی اقدام وشی. اشرف غنی د کابل پروسی ارزښت باندی ټینګار کړی دی او ویلی دی چی هیله لرو د کابل دوهم ناستې پروسی څخه د ملاحظی وړ لاسته راوړنی ولرو چی د وضعیت د ښه کیدو په لور روان شی. د خارجی هیوادونو نمایندګان او سفیران هم د تروریستی ډلو په وړاندی جدی مبارزی باندی ټینګار وکړ. ښاغلی غنی خبری په داسی حال کې بیانیږی چی د پوهانو په باور، دا لمړۍ ځل نه دی چی افغانستان بالخصوص کابل، تروریستی مرګونۍ بریدونو او پیښو شاهد دی. مخکې له دی هم تروریستان تردی مرګونۍ عملیاتونه ترسره کړی دی چی په سلهاوو انسانانو ژوند اخیستی دی. په دی حساب، صاحب نظران، دا پوښتنه رامنځته کوی چی اوس څه پيښه رامنځته شوی دی چی ښآغلی غنی د تروریستانو په وړاندی د یو جدی او اساسی تصمیم څخه خبری کوی؟ ولی اوس باید ددی اقدام څخه خبری وشی؟ په تیرو ۱۷ کلونو کې، ولی مخکنیو او اوسنۍ دولت مشران دا تصمیم ته نه دی رسیدلی؟ کارپوهان ټینګار کوی چی د اشرف غنی او کرزی سولې هڅی د طالبانو سره، نتیجه ته نه دی رسیدلی دلیل یی هم مشخص دی: دا چی طالبان د تصمیم اخیستلو لپاره کافی اسقلال څخه برخمن نه دی. هغوی د پاکستان د ګټو لپاره مبارزه کوی او ترڅو چی پاکستان افغانستان کې خپلو اهدافو ته په د نورو لارو ونه رسیږی، د دولت او طالبانو جنګ به هم ادامه ولری. له دی لید څخه، طالبان، پاکستان غیری رسمی ځواک د یو با ثباته او پرمختګ درلودونکې افغانستان د مخنیوی لپاره دی. هغه وخت چی افغانستان هند سره، استراتزیک اړیکی برقراره کړی دی، هغه وخت چی د افغانستان ادعا د دیورند په رسمیت نه پيژندلو لپاره پرځای دی، هغه وخت چی د افغانستان اقتصادی راهبدی د پاکستان ځمکنیو او دریایی مرزونو څخه په خلاصون باندی ولاړ دی او هغه وخت چی پاکستانی ضد احساسات په افغانستان کې شعله ور دی، دا هیله نه سو درلودلای چی پاکستان د طالبانو نمایندګان سولې باندی وهڅوی. په دی حال کې، دا هغه بدلون نه دی چی یوځل کې اوس رامنځته شوی وی. د همغه سره حقیقت دا وو او هیڅ بدلون نه دی رامنځته شوی. نو څه شی دولت د ښاغلی غنی په مشری دا تصمیم او نتیجی ته رسولی دی چی د هغه ډلو سره چی سوله نه غواړی باید جدی چلند وشی او یا په بل تعبیر سر، کابل ددی وروسته، سوله د جنګ په ډګر کې، لټوی؟ ناظران په دی برخه کې بیلابیلو عواملو او فاکتورونو ته اشاره کوی؛ خو په دی منځ کې مهم عامل، د پاکستان په وړاندی د امریکا سیاست بدلون دی. د امریکا دولت د ترامپ په مشری، لږترلږه د کاغذ او رسنیو او توییتری تبلیغاتو په اندازی پوری، د اسلام آباد په وړاندی سخت مواضع اخیستی دی او کابل هم په دی دلیل چی د امریکا ملاتړ لاندی قرار لری، ددی امر تابع دی چی د واشنګتن په شان مواضع اتخاذ کړی. که د ښاغلی غنی نوی تصمیم اصلی عامل دا وی، نو تحلیلګرانو په باور، نه سو کولای چی افغانستان ثبات او سولې په برخه کې راتلونکې د ښه لاسته راوړنو ته باورمند واسو. دلیل یی هم مشخص دی؛ ترامپ امکان لری، دری کاله نه ور د سپین ماڼۍ څخه ولاړ شی، امریکایی ځواکونه شاید راتلونکو لسو کلونو پوری په افغانستان کې حضور ونه لری، د امریکا منافع د پآکستان او افغانستان په وړاندی، ثابت او همیشنۍ به نه وی، د افغانستان په وړاند سیاسی سیال بدلونونه، ددی هیواد راتلونکې اندیښمند کوی او کوم تضمین شتون نه لری چی دری راتلونکې کلونو کې هم دولت په همدی تګلاری سره، پر کار وی؛ خو په دی سره پاکستان هم یو مقتدر اتمی هیواد په حیث پاته وی، ددواړو هیوادونو ۱۴۰۰ کیلومتری جغرافیایی مرزونه، بدلون به ونه کړی او په دی اساس، د پاکستان سیوری افغانستان داخلی بدلونونو باندی به همداسی پاته وی. دا مسایلو په کتو سره، تروریستانو آخیر انتخاب د سولې او یا اسلحی په منځ کې، حتی که په کابل، داسی اراده ولری، لزومآ د پاکستان او طالبانو په وړاندی به آخرنۍ انتخاب نه وی. دا بحران، ددی څخه هم پيچلی دی چی لیدل کیږی.
https://avapress.com/vdcam0n6u49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته