دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 137633
افغانستان، د خواري او تروریزم سرچینه
یو غیری دولتی نهاد په افغانستان کی په یو بیانیه کی لیکلی دی چی د هیواد په ختیځ کی د معدنونو د غیری قانونی ایستل، د تروریستی ډلی د تقویت باعث ګرځیدلی دی.
په افغانستان کی د اداری فساد سره د مبارزی شبکه د چهارشنبی په ورځ ادعا وکړ چی تروریستی ډلی ددی طریقه په سلونو میلیونو ډالره په جیب وهی.
ددی بیانیی په اساس، د ننګرهار په ولایت کی سنګ سفید د تروریستی ډلی اصلی مقصد دی. په بیانیه کی راغلی دی چی د ورځی تقریبآ ۵۰۰ موټره ددی سنګ یا ذخیری څخه د دولت تر کنترول لاندی مرزونو له طریقه د هیواد څخه دباندی قاچاق کیږی او حتی اروپا ته ځی.
د هغوی په وینا، ددی ذخیری او یا معدن د استخراج ادامه پیدا کول نه یواځی د طالبانو او داعش ډلی د تقویت لامل ګرځی؛ بلکه د قانون حاکمیت هم ضعیف کړی او په هیواد کی جنګ تر دی هم ادامه پیدا کوی. ددی بیانیی په اساس د طالبانو او داعش برعلاوه، ددی معادن په استخراج کی ځینی محلی مقامات، د پارلمان ځینی غړی او محلی زورمندان هم لاس لری. د معادن د پخوانی وزیرانو څخه هم یو ویلی وو چی معادن او طبیعی سرچینی د افغانستان په لس زرو منطقو کی په غیری قانونی ډول استخراجیږی.
د افغانستان معادن د هغه معدودو برخو څخه دی جی تراوسه هیڅ لاس نه دی وهل سوی. دا شاید د جنګونو له امله وی؛ هغه جنګونه چی ټوله شیان له منځه وړی، بیله معدن څخه؛ ځکه چی معدن یا سرچینه د جنګجویانو د لاسرسۍ څخه خارج وو او خارجی قدرتونه هم د بی ثباتی او اطمنان نه درلودلو او د وضعیت د خرابوالی له امله هیڅ وخت فرصت پیدا نه کړ چی ددی ذخیرو لوری ته ولاړ سی.
په دی حال کی، د انتظار برخلاف، اوسنی نظام د ۱۵ کالو څخه راهیسی تر اوسه ددی لوی اقتصادی سرچینی څخه د ملی اقتصاد په پیاوړتیا کی هیڅ اقدام نه دی کړی؛ بلکه خپله په ځینو مواردو کی د معدن څخه سوء استفاده کړی دی. په دی حساب سره، د داعش د ظهور څخه مخکی په افغانتان کی معدنونه په کافی اندازی سره د مشکلاتو سره مخ وو او د فاجعی په لاره کی قرار درلودی.
دا برخه هم د نورو په شان بدبختانه د حراج ته پریښودل سوی دی.
د هغه آمارو په اساس چی د امریکا د ځمکی پیژندنی د سازمان له خوا په ۲۰۱۰ کی وړاندی سو، افغانستان د مس، سره زر، اوسپنه، ګاز، د ډبرو سکرو، اورانیم، مرمر او لیتیم سرشاره سرچینی لری.
د امریکا د دفاع وزارت د مقاماتو څخه یو په هغه وخت کی وویل چی افغانستان کولای سی په لیتیم عربستان باندی بدل سی.
ددی څیړنو په اساس، ددی معادنو او ذخایرو مجموعی ارزش کولای سی یو میلیارد دالرو ته ورسیږی؛ خو د افغانستان دولت مخکنۍ مقامات ویله چی دا آمار تقریبی دی بلکه د افغانستان د معدنونو مجموعی ارزش کولای سی دری میلیاردو دالرو ته ورسیږی.
ددی ټولو سره، ددی محلی نهاد تکان ورکوونکی بیانیه، د افغانستان د اقتصاد لپاره ډیر په زړه پوری هیله راپاروی.
ددی څخه مخکی هم بیانیی خپور سوی دی چی په تیر وختونو کی د دولت لوړ مقامات د معادنونو په تاراج کی لاس درلودی او نه یواځی د معادنونو د غیری قانونی ایستلو او تاراج سره کوم مبارزه نه کیدله؛ بلکه په یو ډول سره هڅه کیدله چی په دی برخه کی لومړی دوسیو څخه مخنیوی وکړی چی دا تاراج په سیستماتیک او امن فضا او قضایی فضا کی ترسره سی.
دا په داسی حال کی دی چی د افغانستان د معادنونو حوزه یو د پیسی جوړونی عرصو څخه دی چی د جهانی مرستو د تاراج وروسته،  مخدره توکو د تولید او خرڅونی تور تجارت او ملی سرمایو لکه قاچاق په دی ځمکه کی کولای سی مافیا ښه موړ کړی.
د افغانستان د ځمکی لاندی سرچینو څخه د تروریستانو ګټه اخیستل، بل نوی او جدی ګواښ دی چی د افغانستان د معدن برخه تر نشانی لاندی نیولی دی.
ددی هشدارونو څخه مخکی هم داسی بیانیی خپور سوی وو چی د هیواد په شمال کی په بدخشان کی طالبان، د معدنونو او سرچینو څخه د خپل ځان لپاره ګټه پورته کوی.
همدارنګه ګزارش ورکړل سوی دی چی تروریستان د سکرو د ډبرو د حمل د موټرونو څخه د هیواد په شمال او مرکز کی، د حق العبور څخه ډیری پیسی لاسته راوړی او په دی ترتیب سره، د هیواد د معدن د حاصلونو څخه تغذیه کوی.
دا ټوله په داسی حال کی دی چی اشرف غنی؛ رییس جمهور بیله دی چی عملآ د افغانستان د ځمکی لاندی سرچینو د ژغورنی لپاره اقدام وکړی او د تروریستی او مافیایی ډلو د لاس څخه سرچینی وژغوری، مخکی ددی مدعی سوی وو چی افغانستان تر راتلونکی ۴۰۰ کلونو پوری به د خپل معدن او ذخیرو څخه تغذیه وکړی. داسی هیله کیږی چی دهغه مقصد د افغانستان څخه، تروریستی ډلی، د پارلمان فاسد غړی، محلی مقامات او زورمندان نه وی.
https://avapress.com/vdcipyazpt1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته