دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 132169
قندوز او د دوه ځلو سقوط مبهم علتونه
قندوز او د دوه ځلو سقوط مبهم علتونه جنرال مراد علی مراد؛ د هیواد د ځواک معاون یو ځل بیا ټینګار کړی دی چی ډیر ژیر به د قندوز د سقوط لاملونه د اسنادو او مدارکو سره په فاش کړی. جنرال مراد په یو خبری ناسته کی په دی بیان سره چی د قندوز په جنګ کی دشمن ته درانه خسارات اړول سوی دی، د خلګو څخه د قندوز ددوهم ځل د سقوط لپاره بخښنه وغوښته. هغه وویل: لومړی باید د خلګو څخه بخښنه وغواړو چی قندوز ددوهم ځلی لپاره د طالبانو په لاس ولویدی. هغه ټینګار وکړ چی دا ځل ښار ټوله سقوط ونه کړ او د ښار په مرکز کی ټول دولتی ادارات فعال وو؛ خو د قندوز خلګ په دی پوه سو چی د منطقی استخبارات او د افغانستان دخلګو دشمنان هیڅ وخت دهغوی آرامتیا نه غواړی. جنرال علی مراد اضافه کړ چی د نظامی عملیات په لسو ورځو کی، په لسهاوو مسلح طالبان ووژل سو او ټپیان سو. هغه د منطقی د استخباراتو لاس د قندوز په سقوط کی داخل بولی او وایی چی ډیر ژیر به ددی ښار دسقوط لاملونه د اسنادو سره فاشوی او خلګو ته به شکاره کړی. جنرال مراد، هغه شخص دی چی ددی مخکی هم هغه وخت چی قندوز د  طالبانو په لاس سقوط وکړ ددی ښار د آزادی لپاره قندوز ته روانه سوی وو. په دی حساب سره، د کارپوهانو په باور، هغه بیله شکه، د هر امنیتی مقام نسبت ته د قندوز د سقوط لپاره، نا اوریدل سوی خبری لری. ښاغلی مراد پوهیږی چی کوم کسان ددی ښار ددهم ځلی په سقوط کی لاس درلودی په همدی دلیل، د هغه افشا ګری په دی برخه کی د پوهانو په باور د ډیرو مبهمو علتو څخه به پرده پورته سی چی دهغه پواسطه به وکولای سو د افغانستان د ناامنیو د پراختیا ډیر لاملونه وڅیړو. منتقدان وایی چی امنیتی مقامات تر اوسه په دی برخه کی په ښه توګه خپل مسؤولیت نه دی ادا کړی. هغوی په ډیر ښه شرایطو کی یواځی په یو ساده بخښه غوښتنی سره اکتفا کړی دی او توضیح یی نه دی ورکړی چی ولی د افغانستان د ناامنیو بحرانونه له منځه نه ځی، ولی دولت د هیواد د فعال بین المللی تروریزم سره دمبارزی توان نه لری او ولی د هیواد د امنیتی ځواکونو د تلفاتو میزان ډیر سوی دی. دا هغه پوښتنی دی چی په دی اړه د ځواب شفافیت نه درلودل، د ډیرو ناظرانو په باور، د خلګو دبی اعتمادی او دهغوی د لیری والی لامل د دولت څخه سوی دی. هیله ده چی د جنرال علی مراد پواسطه افشاګری ودی پوښتنو ته څه نا څه ځواب ورکړی او په نتیجه کی د ملی بی اعتمادی مخه ونیول سی. مهم موضوع دادی چی دا وعدی د ضد امنیتی حادثو په اړه، ورک نه سی او هیرونی ته ونه سپارل سی؛ هغه څه چی له دی مخکی ډیر تجربه سوی دی. منتقدان وایی چی د افغانستان دوه مهم مشکلات فساد او ناامنی، ډیر پټ لاملونه لری که یوورځ تهور او لازم تعهد د هیواد په مشرفو دولتمردانو کی رامنځته سی او دا علتونه افشا سی، بیله شکه، هغه وخت به ددی مشکلاتو حل ته به هم امیدواره واوسو. مخکی له دی هم، د جنرال مراد په شان، نور دولتی مقامات هم د فساد او ناامنیو د افشا لپاره ډیر لوړ وعدی ورکړی دی؛ خو په عمل کی، هیڅ وخت دا وعدی تحقق نه دی موندلی. همدا کار، د قندوز د استراتژیک ښار دوه ځلی سقوط په نسبت بی اعتمادی ته هم پراختیا ورکړی دی. ددی بی اعتمادی د تکرار د مخنیوی لپاره لیدل کیږی چی یو مهم لاره د جنرال مراد علی مراد سره سیاسی او رسنی حمایت دی. له یاده ونه باسو چی ښاغلی مراد مخکی له دی چی یو سیاست مدار دی یو نظامی دی. هغه پوهیږی چی دا افشا ګری دهغه د ماموریت یو بخش او د امنیت د بیرته ګرځلو لپاره یو مرسته او ددی ښار د غیری نظامی خلګو لپاره یو لوی مرسته وی. که ښاغلی مراد په خپل وعده وفا ونه کړی، بیله شکه، د هغه نظامی ماموریت د قندوز د آزادونی لپاره هم نه کامل کیږی. ددی منظور د تحقق لپاره هغه ډیرو سیاسی، خلګو او رسنی حمایت ته ضرورت لری تر څو د ناامنیو او د سقوط عوامل افشا کړی. دا اقدام بیله شکه، دهغه لپاره به زیان ولری او د سیاسی او رسنی حمایت پواسطه کولای سو د هغه د زیان د میزان څخه کم کړو او په دولتمردانو کی د افشاګری، شفافیت او مسوولیت قبلونی فرهنګ پیاوړی کړو.
https://avapress.com/vdch-inzw23nxzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته