په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، بغلان ، کندز ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، غزنی او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ، مهمات او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار ، ارزګان ، میدان وردک ، بادغیس او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)