دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۲۶
د مطلب کود : 92264
جمهوررئیس حامدکرزي د کابل په ښارکې تروریستي برید په کلکه وغانده
 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کابل په ښارکې د ملي دفاع وزارت د عملې پر یوه موټر باندې تروریستي ځان مرګي برید په کلکو ټکو وغانده.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نن له غرمې وروسته د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ملي دفاع وزارت د عملې پر یوه موټر باندې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا تروریستي ځان مرګی برید وشو چې له امله یې دوه تنه شهیدان او نهه نور ټپیان شول.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی په داسې حال کې چې د هند هېواد د نوي منتخب صدراعظم د لوړې په مراسموکې د ګډون په موخه هغه هېواد ته تللی دی، د دغې تروریستي پیښې له رامنځته کېدو څخه خواشینی شو او دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانستان یو پیاوړی امنیتي ځواک ولري.
جمهوررئیس کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان د خلکو دښمنان به په خپلو دا ډول غیر اسلامي عملونو سره هیڅکله هم د هېواد ساتنې په لاره کې زموږ د امنیتي ځواکونو عزم او اراده کمزوري نه کړي.
د هېواد جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayuno.49nui1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته