دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 85349
امرخېل وايي د راتلونکو انتخاباتو لپاره ټول ضروري مواد برابر شوي
د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي چې؛ د راتلونکو انتخاباتو لپاره ټول ضروري مواد برابر شوي دي.
د دې کمیسون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل نن آزادي راډیو ته وویل چې؛ دوی ولایتونو ته د دې موادو د انتقال لپاره هم له هره پلوه تیاري نیولی ده.
امرخیل همدا راز وویل چې، په انتخاباتو کې یې د خلکو د ګډون لپاره په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پیل کړي دي.
ټاکل شوې ده، د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړلسمه نېټه وشي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgyw97.ak9nt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته