دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 85181
مستغني: پاکستان طالبانو ته ډیر لاس رسی لري
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې وروستي پرمختګونه ښیې چې، پاکستان طالبانو ته ډيرلاس رسی لري.
د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پرمهال یو وار بیا هیله څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت به په افغانستان کې هم د سولې د خبرو د عملي پیل لپاره صادقانه همکاري وکړي.
د سیاسي چارو کارپوهان هم دا نظر لري، چې که د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه یوه نتیجه ورکړي، نو د افغانستان د سولې پر بهیر به بې تاثیره نه وي.
که څه هم راپورونه وایي، چې ولسمشرحامد کرزي د طالبانو له استازو سره د سولې د ټینګښت لپاره پټ تماسونه نیولي، خو افغان حکومت بیا هم د دې پروسې د بریالیتوب لپاره د پاکستان پر صادقانه همکارۍ ټینګار کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په پاکستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د عملي خبرو پیل ته په کتو داسې معلومیږي، چې پاکستان طالبانو ته ډیر لاس رسی لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې یو وار بیا هیله څرګنده کړه، چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې هم صادقانه همکاري وکړي:
"له طالبانو سره د پاکستان د خبرو د پیل لپاره وروستي پرمختګونه دا ښیې، چې د پاکستان اسلامي جمهوریت طالبانو ته ډیر لاس رسی لري او کولای شي له طالبانو سره د افغانستان د سولې د خبرو د پیل لپاره همکاري وکړي."
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ولسمشرحامد کرزي او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د پټو تماسونو په اړه راپورونه خپاره شول.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي هم دا خبر تایید کړ او ویي ویل، چې دا خبرې له تیرې اکټوبر میاشتې څخه پيل شوي دي، خو طالبانو بیا دا راپورونه بې اساسه بللي دي.
خو ولسمشرکرزي څو څو ځلي په ډاګه ویلي، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان او امریکا په لاس کې ده.
د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره د شنبې په ورځ رسماً مذاکرات پیل کړل.
خو پاکستاني طالبانو له حکومت سره د تفاهم لپاره یو شمېر شرایط وړاندې کړل چې په کې په پاکستان کې د اسلامي شریعت پلي کیدل، پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو د حملو بندیدل، د طالب زندانیانو خوشې کیدل او ځيني نور موارد شامل و.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، په پاکستان کې د سولې د خبرو د بریالیتوب په صورت کې که چیرته پاکستاني طالبان د جګړې لپاره افغانستان ته مخه نه کړي، نو ښایې پر افغاني طالبانو هم تاثیر وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زه باور نه لرم دا کومه پروسه چې په پاکستان کې پيل شوې ده، هغه دې کامیابه شي. که چیرته کامیابه هم شي نو بې له شکه دوه ټکې پکې نغښتي دي.
یو دا چې ښایي ځیني چارواکي کوښښ وکړي جګړه په افغانستان کې توده شي، بله خبره دا ده چې ښایې یو څه تاثیر ولري. ځکه کله چې افغان طالبان وویني چې پاکستاني طالبان له حکومت سره موافقې ته رسیدلي، بیا نو ضرور ده چې دوی هم له حکومت سره تفاهم وکړي. یو نسبي تاثیر لري."
په وروستیو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل، چې طالبان د ولسمشرحامد کرزي له حکومت سره خبرې نه کوي او ښایي تر انتخاباتو وروسته له نوي حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
افغان چارواکو دا څرګندونې رد او هغه یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس وهنه وبلله.
دا په داسې حال کې ده، چې جمهور رییس حامد کرزي له امریکا سره امنیتي تړون هم د سولې په پروسې پورې تړلي او ویلي ېې دي، ترڅو چې دا پروسه عملاً پیل نه شي، له امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیک کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca66na.49nma1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته