دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 76266
د هرات د امنیتي خبرو اترو» دوهم نړیوال کنفرانس

د هرات په مرکز کې د «هرات د امنیتي خبرو اترو» په نوم دوهم نړیوال کنفرانس تر سره شو. دغه کنفرانس د شنبې په ورځ پیل شوی وو. په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د سیمي او نړۍ د شاوخوا دیرشو هیوادونو استازو گډون درلود. 
د دغه کنفرانس بحثونه د «۲۰۱۴م کال ټاکنې، د لیږد لسیزه، امنیت، تروریزم او پر سیمه ییزو همکاریو باندې تر سره شول» ترڅو د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت په څرنګوالي او ښه کیدو باندې د کنفرانس ګډونوال د نظریاتو تبادله او ازاد بحثونه وکړي.
په هرات کې د امنیت په هکله نړیواله غونډه د پولیسو په سختو امنیتی تدابیرو کې تر سره شوه. افغان چارواکو او د غونډې ګډونوالو د افغانستان اوسیمې د امنیت له پاره د دغو خبرو اترو تر سره کیدل ګټور وبلل.
دغه دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز په نوښت د هرات په لرغوني اختیار الدین نومې کلا کې جوړ شوی وو. د افغانستان د ستراتيژیکو څیړنو د مرکز مشر ډاکټر داود مرادیان، په وینا په دغه کنفرانس کې د ۳۰ هیوادونو ۱۵۰ تنو حکومتي او د نړیوالو سازمانونو غړو او کارپوهانو گډون کړی وو. د هغه په وینا په دغه غونډه کې د آلمان هیواد د بهرنیوچارو وزارت، د قزاقستان د دفاع وزارت هیئتونو، د روسیې، اروپایې ټولنې، چین، هند، مصر، ایران او نورو هیوادونو استازو گډون درلود.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفرسپنتا هم په دغه کنفرانس کې گډون کړی وو. هغه د دغه کنفرانس تر سره کیدل مهم وبلل او په خپلو خبرو کې یې د افغانستان او د سیمې په کچه امنیتي ستونزو ته د خبرو او مباحثې له لارې د حل لارې چارې مهمې وبللې. هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان او سیمه کې موجودو ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل:«موږ په دې سیمه کې د نړۍ له لوري زیات فرصتونه له لاسه ورکوو، په داسې حال کې چې موږ د طبعي زیرمو بډای زیرمې او د اقتصادې ودې پراخه امکانات لرو.» هغه په خپلو خبرو کې د سیمې د هیوادونو پر سیاست انتقاد وکړ او ویې ویل چې زموږ د هیوادونو تر منځ کمترینه اقتصادي راکړه ورکړه تر سره کیږي.
افغان سیاستوال صدیق الله توحیدي، چې په دغه کنفرانس کې یې گډون درلود له دویچه ویله سره په خبرو کې د غونډې بحثونه په زړه پورې وبلل او ویې ویل چې د کنفرانس ټول گډونوال د سولې په اړه هم نظره وو.
دغه راز د هرات والی سید فضل الله وحیدي هم د دغه کنفرانس پر جوړیدو خوښي څرگنده کړه. په دغه کنفرانس کې د پاکستان استازو گډون نه وو کړی. د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز مشر د وینا له مخې د پاکستان اوو تنو استازو ته په دغه کنفرانس کې د گډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوې په دغه غونډه کې گډون نه درلود. د هغه په وینا د هغوی د نه گډون په اړه هم دوی ته څه نه دي ویل شوي.
سرچینه: دویچی ویلی

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepw8f.jh8ppi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته