دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 65497
چارواکي وايي، طالبان پر کجکي حملې ته تیاري نسي خو طالبان دا ادعا ردوي
تاند- وسله والو طالبانو دا ادعا رد کړه چې ګنې دوی د هلمند ولایت د کجکي پر برېښنا کوټ د حملې پلان لري.

وسله والو طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د هلمند ولایت امنیتي چارواکو او د کجکي ځینو اوسېدونکو وویل چې په سلګونو کورني او بهرني طالبان په کجکي کې راټول شوي چې پر بند برید وکړي.

د هلمند چارواکو ویلي چې طالبان په داسي وخت کې پر کجکي بند د حملې لپاره تیاري نیسي چې امریکایان د دغه بند د جوړولو چارې او امنیت افغانانو ته سپاري.

امریکا هم ویلي چې پر کجکي بند له کلونو کار او پانګونې وروسته غواړي چې دا برېښناکوټ د افغانستان برېښناشرکت ته وسپاري.

د کجکي ولسوال عبدالرزاق مظلومیار وايي، مالومات یې ترلاسه کړي چې په سلګونو افغان او بهرني طالبان په دې لټه کې دي چې پر بند حمله وکړي او هغه ویجاړ کړي.

مظلومیار تاکید وکړ چې حکومت باید په سیمه کې ژر تر ژره د پولیسو شمېر زیات کړي ځکه چې په لږ شمېر امنیتي ځواکونو ګرانه ده چې د طالبانو د حملې مخه ونیسي.

په هلمند کې د افغانستان برېښناشرکت مسوول انجنیرفضل الله وویل: طالبانو له ډېر پخوا پلان درلود چې پر کجکي بند برید وکړي خو اوس توانېدلي چې د حملې لپاره کافي شمېر کسان سیمې ته راولي.

ده زیاته کړه:«ما په وروستیو کې اورېدلي چې وسله وال کسان له ایران او پاکستانه راغلي او غواړي چې بند وران کړي.»

انجنیر فضل الله دا هم وویل، پوره ډاډه دی چې د سیمې خلک به د طالبانو د مخنیوي لپاره له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ده یادونه وکړه چې په اتیایمه لسیزه کې د مجاهدینو یو شمېر قومندانان د پاکستان له لوري هڅول شوي ول چې کجکي بند په چاودونکو موادو والوزوي، خو مجاهدینو دا کار ونه کړ ځکه چې هغوی افغانان ول او پوهېدل چې دا کار یې د ملي ګټو خلاف دی.

د کجکي یوه اوسېدونکي، چې اوس په لشکرګاه کې اوسي، وویل، پوره مالومات لري چې طالبان پر کجکي د حملې لپاره راټولېږي او تیاري نیسي.

ویل کېږي چې د کجکي له ورانولو سره ایران په ځانګړي ډول لېوالتیا لري. ځکه دا هیواد بېرېږي چې د کجکي بند له فعالېدو سره به د هلمند سین اوبه کمې شي. دغه هیواد په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې هم د سلما، بخش اباد او کمال خان بندونو د جوړېدو مخه نیولې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy5aq.t1aw326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته