د هرات ولایت چارواکې وایي، چې تیره ورځ ېې ۵ ټنه ترلاسه شوي مخدره مواد وسوځول.
د دي ولایت د والې ویاند نورخان نیکزاد نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه مخدره مواد یي په تیرو دريو میاشتو کې د بېلابېلو عملیاتو په نتیجه کې ترلاسه کړي و.
نیکزاد وایي، چې په دې عملیاتو کې ۲۱۱ تنه قاچاق وړونکې هم نیول شوي چې اړوندو عدلي ادارو ته د تحقیقاتو لپاره سپارل شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)