دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 35057
تاجک چارواکي وايي پښتو ژبه د فارسي ژبو هیوادونو د تلویزون خنډ شوې
د دې شبکې تاسیس به درې فارسي ژبي ملتونه لا سره نژدې کړي او د دې سبب به شي چې دا درې ملتونه د یوبل له تاریخ او کلتور سره لا زیات بلد شي.
تاند - د تاجکستان د راډیو تلویزیون ريیس د جمعې په ورځ وویل، د ایران، تاجکستان او افغانستان له لوري د فارسي ژبو هیوادونو د تلویزیوني چاینل ټول کارونه بشپړ شوي، پرانستنې ته چمتو شوی خو تراوسه پوري د دې چاینل د رسمي افتتاح لپاره وخت نه دی ټاکل شوی.

د تاجکستان د راډیو تلویزیون ريیس اسدالله رحمانوف پرون له خبریالانو سره په خبرو کې د تاجکستان، ایران او افغانستان د ولسمشرانو له لوري د دې تلویزیوني شبکې له تاسیس څخه هرکلی ښه ګام وباله، ویې ویل: د دې شبکې تاسیس به درې فارسي ژبي ملتونه لا سره نژدې کړي او د دې سبب به شي چې دا درې ملتونه د یوبل له تاریخ او کلتور سره لا زیات بلد شي.

د تاجکستان د راډیو تلویزیون د ريیس رحمانوف په وینا د سپوږمکۍ له لارې د دغه تلویزیون د خپرونو لپاره لا هم خبرې دوام لري.

ده د دې تلویزیوني شبکې د پرانستنې په لاره کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه خو ویې ویل چې اوس د درو هیوادونو چارواکي هڅه کوي چې دا تلویزیون ژر تر ژره پیل شي.

رحمانوف هیله څرګنده کړه چې وړې ستونزې به ژر حل شي. یو بل تاجک مقام نورعلي دولت اوف د فارسي ژبو هیوادونو د تلویزیون د پیلېدو په لاره کې د افغانستان له لوري دا غوښتنه وبلله چې په دې تلویزیون کې باید په پښتو ژبه هم خپرونې وي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم د افغانستان له لوري د دې تلویزیون د خپرونو لپاره پښتو ژبه مشروطه کړې وه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqvnx.23nmmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته