دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۰۰
د مطلب کود : 58081
امریکا د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د ګډې اعلامیې ملاتړ وکړ
تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د بریتانیا د صدراعظم په کور کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د هغې ګډې اعلامیې ملاتړ وکړ چې په شپږو میاشتو کې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې ږغ کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ویکتوریا نولنډ پرون ناوخته خبریالانو ته وویل:«موږ د دغو هیوادونو په ګډې اعلامیې کې شامل موضوعات پوره تاییدوو، او د افغانانو په مشرۍ د (سولې) د پروسې ملاتړ ته ځان ژمن ګڼو.»

اغلې نولنډ په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د ولسمشر او بارک اوباما د جنورۍ د میاشتې کتنې ته په اشارې وویل، دوو مشرانو په دې تاکید وکاوه چې د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې بهیر په افغانستان او سیمه کې د اوږدمهال ثبات او د جګړې د پای ته رسېدا تر ټولو ښه لار ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې همداراز وویل:«موږ باور لرو چې په لندن کې د بریتانیا، افغانستان او پاکستان سرمشریزه د دې پروسې لور ته یو بل ګام و.»

دې همداراز وویل:«زموږ هدف دا دی چې هم د افغانستان له حکومت سره او هم د پاکستان له حکومت سره د ګډ کار له لارې د یوه داسي بهیر د رامنځته کولو ملاتړ وکړو چې د طالبانو اصلي مشران د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د پخلاینې خبرې وکړي.»

په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو په خپله اعلامیه کې پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهیر ورګډ شي.

د دوی د خبرو په پای کې له خپرې شوې اعلامیې سره سم ټولو خواوو پر دې موافقه وښوده چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سوله ییز حل د هدف د ترلاسه کولو لپاره هر راز ضروري اقداماتو ته ځانونه وقفوي او د دې هدف لپاره کار کوي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي:«دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې په خاطر د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره طالبانو ته د دفتر د پرانستلو ملاتړ کوي.»

ولسمشر کرزي او ولسمشر زرداري وویل چې په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو تر څنګ به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پخلاینې پروسه په شپږو میاشتو کې دننه بریالۍ شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې هم وویل چې دوی له طالبانو غواړي په دوحه کې د دفتر د پرانستلو لپاره رامخکې شي او د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي.

دې دا هم وویل چې باید د یوه خپلواک، غښتلي او متحد افغانستان لپاره هر اړخیزه سیاسي اراده د ټولو هدف وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvyei.uqeooz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته