دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 45557
د امریکا او بریتانیا دفاع وزیرانو د افغانستان پر حالاتړو خبرې وکړې
تاند- د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا له خپل بریتانوي ساري فلیپ هامنډ سره د افغانستان پر روانو حالاتو او له ۲۰۱۴ وروسته، چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، په دغه هیواد کې پر خپلو همکاریو خبرې وکړې.

پنیتا له هامنډ سره له خبرو وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل:«موږ پر هغو مهمو پرمختګونو وږغېدو چې په افغانستان کې مو کړي دي، دغه راز مو پر هغو ستونزو خبرې وکړې چې پکار ده پرې لاسبري شو څو زموږ د ګډو قربانیو نتیجه خوندي شي.»

پنیتا په افغانستان کې د نهه نیم زره بریتانوي ځواکونو پر هلوځلو د زړه له کومي خوښي ښکاره کړه چې له امریکايي پوځیانو سره یوځای په هلمند ولایت کې فعالیت کوي.

ده په عین حال کې د افغانستان په جګړه کې د څلور سوه بریتانوي پوځیانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

پنیتا او هامنډ په داسي حال کې د افغانستان په باب خبرې وکړې چې د دغو دوو هیوادونو په شمول درست نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي او د امنیتي چارو مسوولیتونه افغانانو ته سپاري.

امریکا او بریتانیا په ځانګړي ډول په هلمند او کندهار کې زیاته اندېښنه لري چې په تېرو دوو کلونو کې په سخته ترلاسه شوې بریاوې به یې د ځواکونو له وتلو وروسته له لاسه ووځي.

د هلمند او کندهار زیاتې برخې په وروستیو دوو کلونو کې له طالبانو تصفیه شوي او اوس د طالبانو ځای افغان امنیتي ځواکونو یا سیمه ییزو پولیسو نیولی دی.

د بریتانیا دفاع وزیر وویل چې د دوی ځواکونه په دې ویاړي چې له امریکايي پوځیانو سره یوځای خدمت کوي.

هامند دغه راز نژدې همکاري او مشارکت کلیدي وبلله، ویې ویل چې بریتانیا کلک هوډ لري چې په افغانستان کې له امریکا سره، هم اوس او هم له ۲۰۱۴ وروسته همکارۍ ته دوام ورکوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5k0o.yt0kk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته