دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 41644
نورستان: د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې
بیګا شپه ناوخته وسله والو کسانو د دې ولسوالۍ پر پوستې برید وکړ، چې په کې ۳ وسله وال وژل شوي او د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو او دولت پلوه ځواکنو ترمنځ په نښته کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نورستان امنیه قومندان غلام الله نورستاني نن ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې بیګا شپه ناوخته وسله والو کسانو د دې ولسوالۍ پر پوستې برید وکړ، چې په کې ۳ وسله وال وژل شوي او د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

تراوسه د دې پیښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgt39t.ak9qt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته