کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان: د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې

افغان غږ آژانس(آوا) , 31 ثور 1391 ساعت 16:56

بیګا شپه ناوخته وسله والو کسانو د دې ولسوالۍ پر پوستې برید وکړ، چې په کې ۳ وسله وال وژل شوي او د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.


د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو او دولت پلوه ځواکنو ترمنځ په نښته کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نورستان امنیه قومندان غلام الله نورستاني نن ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې بیګا شپه ناوخته وسله والو کسانو د دې ولسوالۍ پر پوستې برید وکړ، چې په کې ۳ وسله وال وژل شوي او د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

تراوسه د دې پیښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 41644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41644/نورستان-د-افغان-ځواکونو-او-طالب-وسله-والو-ترمنځ-نښته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com