دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۳۹
د مطلب کود : 40224
دمصرد انتخاباتو کمیټۍ دعمر سلیمان صلاحیت رد کړ
دمصر د ولسمشرۍ دانتخاباتو کمیټۍ پرون ددغه هیواد دولسمشرۍ دانتخاباتو دکاندیدانو حازم ابو اسماعیل او دعمر سیلمان صلاحیت رد کړ .
دمصر دولسمشرۍ دانتخاباتو کمیټۍ په هیواد کښې دخلکو اعتراضونو پراخیدا ته په پام سره دمصر پخواني دیکتاتور رژیم ته اړونده او دصهیونیسټانو دملاتړ وړ کاندید صلاحیت رد کړ .
 دمصر د ولسمشرۍ دانتخاباتو کمیټۍ پرون ددغه هیواد دولسمشرۍ دانتخاباتو دکاندیدانو حازم ابو اسماعیل او دعمر سیلمان صلاحیت رد کړ .
حازم ابو اسماعیل وویل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له ګډون څخه دخپل صلاحیت دردیدا په اعتراض کښې به دمصر دانتخاباتو دکمیټۍ په وړاندې پرلتې ووهي .
دمصر دولسمشرۍ دانتخاباتو په کمیټۍ کښې خبرو سرچینووویل چې دولسمشرۍ په انتخاباتو کښې دګډون لپاره دصلاحیت رد شویو کاندیدانو په باره کښې به هیڅ ډول اعتراض ونه منل شي .
دمصر دولسمشرۍ په انتخاباتو کښې دعمر سلیمان کاندید کیدل په داسې حال کښې رد شوي چې په انتخاباتو کښې دهغه دنوم له لیکل کیدا سره په یووخت صهیونیسټانو او سعودي عربستان دهغه ملاتړ وکړ
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjx8ex.uqey8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته