د ملګرو ملتونو سازمان پرون وویل، چې په بدخشان ولایت کې لا هم د شدیدو برف کوچونو له امله لږ تر لږه ۱۴۵ تنه بې درکه دي.
افغان چارواکو د ملګرو ملتو تر اعلان مخکې ویلي وو، چې د بدخشان په شیکي کلي کې چې د مارچ په څلورمه شوي وه ۵۶ تنه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو په خبر پاڼه کې زیاته شوي سیمې ته د هلیکوپټرو په واسیله تګ ممکن ندی.ځکه چې هلته اوس هم د واورو د ښویدو خطر شته.
په عین حال کې د اغا خان فونډیشن،د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ،او په کابل کې د امریکا د سفارت مصیبت ځپلو کورنیو ته د خوراکي موادو او درملو مرستې رسولي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)