دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 37702
جاپان له افغانستان سره د یوسلو لس میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړه
د بیارغونې په شپږو پروژو به لګول کیږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جاوید لودین او په کابل کې د جاپان د سفیر ترمنځ لاسلیک شو.
جاپان له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د یو سلو لسو میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.

ددې مرستې تړون، چې د بیارغونې په شپږو پروژو به لګول کیږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جاوید لودین او په کابل کې د جاپان د سفیر ترمنځ لاسلیک شو.

د ښاغلي لودین په وینا په دې مرستو سره د تیرو لسو کلونو په ترڅ کې له افغانستان سره د جاپان د مرستې کچه څلور میلیارده ډالرو ته رسیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxu9w.ak9uz4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته