دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 37637
د افغانستان د هوايي ځواک له الوتکو څخه په قاچاق کې کار اخیستل کېږي
که چیرته دا ثابته شي چې ریښتیا هم دا کار شوی نو کیدای شي چې د افغانستان د اردو ډير جنرالان له پوښتنو او ګرویږنو سره مخامخ شي.
تاند - د افغانستان د هوايي قواوو د صداقت په اړه جدي پوښتني را پورته شوي دي.

د امریکا پوځي جنرالان، چې په افغانستان کې د ملي اردو په تجهیز او مدرنیزه کولو کار کوي وایي دوی ته داسي رپوټونه رسیدلي چې د افغانستان د هوایي ځواک له یو شمیر الوتکو او څرخکو څخه په ځینو مواردو کې د مخدره توکو او وسلو د قاچاق لپاره کار اخیستل شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د روزنیز ځواک مشر تورن جنرال دنیل بولدر دا خبر تایید کړی.

هغه ویلي چې دوی اوس په دې اړه شدیده اندیښنه لري.

د جنرال په خبره په تیرو څو میاشتو کې دوی داسي راپورونه تر لاسه کړي چې د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک له هیلي کوپترو او ترانسپورتي الوتکو څخه چې امریکا ورسره مرسته کړې له یوي سیمي بلې ته د قاچاق لپاره کار اخیستل شوی دی.

دغه جنرال دا هم ویلي چې په الوتکو کې هیروین او همدا راز ناقانونه وسلې له یوه ولایت څخه بل ته لیږدول شوي دي.

که چیرته دا ثابته شي چې ریښتیا هم دا کار شوی نو کیدای شي چې د افغانستان د اردو ډير جنرالان له پوښتنو او ګرویږنو سره مخامخ شي.

دا لومړی ځل دی چې د داسي یوې رسوایي څخه پرده پورته کیږي.

د جنرال بولډر په وینا دوی دوو ډلو ته دنده سپارلې چې دا موضوع وڅیړي.

لومړۍ ډله د امریکا او ناټو د پوځيانو ګډه تحقیقاتي ډله ده او دوهمه د امریکا له مخدره توکو سره دمبارزې د ځانګړي ځواک ډله ده .

د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې باب خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd590s.yt05s6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته