دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 33374
جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بُن په بین المللي کنفرانس کې د ګډون په موخه د آلمان هېواد ته روان شو
د غه راز جمهور رئیس به د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي بانکي مون، د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر ګیدو وستروله او د نړۍ له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي، کتنې او خبرې اترې وکړي.
حامد کرزی به آلمان ته د خپل پنځه ورځني سفر په جریان کې د بُن د بین المللي کنفرانس پر پرانیستې سربېره چې په هغه کې به خپله وینا وکړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډو لاسته راوړنو، د سولې د بهیر، د نړۍ سره د ستراتیژیکو همکاریو او دغه راز د هغو ستونزو په اړه چې افغانستان ورسره د امنیت د نشتوالي، د اقتصادي زیربناګانو بیارغونې ته د نه پاملرنې او موازي جوړښتونو په برخه کې مخامخ دی، خبرې وکړي.

دغه راز جمهور رئیس به د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي بانکي مون، د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر ګیدو وستروله او د نړۍ له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي، کتنې او خبرې اترې وکړي.

د هېواد جمهور رئیس به د دوشنبې په ورځ د برلین ښار ته لاړ شي او د آلمان له صدراعظمې انګلا مېرکل او جمهور رئیس کریستین وولف سره وګوري او د آلمان له صدراعظمې سره به په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړي.

د هېواد جمهور رئیس به د بُن د بین المللي کنفرانس له پای ته رسېدو او د آلمان له صدراعظمې او جمهور رئیس او د نړۍ د نورو لوړ پوړو چارواکو سره له کتنو وروسته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د رسمي سفر په موخه د لندن ښار ته روان شي.

جمهور رئیس به لندن ته په خپل سفر کې د بریتانیا د صدراعظم دیوید کامرون او د هغه هېواد د ولیعهد شهزاده چارلز سره پر کتنو سربېره، د افغانستان او بریتانیا تر منځ د اوږدمهاله همکاریو موافقتنامه لاسلیک کړي. دغه راز حامد کرزی به د اقتصاد او سیاسي علومو په پوهنتون کې محصلینو او د فکري بنسټونو محقیقینو ته لکچر ورکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره آلمان ته په دې سفر کې، د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار، ستر وزیر هدایت امین ارسلا، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلی، د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ثریا دلیل، د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسن بانو غضنفر، لوی څارنوال محمداسحق الکو، د جمهور رئیس مشاور او د انتقال د کمیسیون رئیس ډاکټر اشرف غني احمدزی، د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس معصوم ستانکزی، د بشر د حقونو د کمیسیون رئیسه سیماثمر، د جمهوري ریاست د عالي مقام ددفتر مرستیاله حمیرا لودین اعتمادي او د ملي شورا او د ځینو ولایتي شوراګانو یو شمېر غړي، ملتیا کوي.

د یادولو وړ ده چې د بُن په بین المللي کنفرانس کې چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ او د فدرالي آلمان په کوربه توب له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه د خبرو اترو په موخه جوړیږي، د نړۍ د سلو هېوادونو پر لوړ پوړو چارواکو سربېره ۱۵ بین المللي سازمانونه ګډون کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkxnx.23nxqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته