دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 33335
پکتیکا:د طالبانو سیمه ایز قومندانان وژل شوي
دا قومندانان په هغو عملیاتو کې وژل شوي، چې د دې ولایت مرکز شرنې په شاوخوا سیمو کې شوي.
د پکتیکا محلي چارواکي وایي، چې تیره شپه افغان ځواکونو د طالبانو دوه سیمه ایز قومندانان وژلي او اته نور وسله وال یي نیولي دي.

د پکتیکا والي محب اله صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا قومندانان په هغو عملیاتو کې وژل شوي، چې د دې ولایت مرکز شرنې په شاوخوا سیمو کې شوي.

ده وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر درنې او سپکې وسلې او اته موټر سایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو د وسله والو مخالفینو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کوي چې د دوی کسانو په درمل ولسوالی کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډه قرارګاه لس توغندي ویشتلي چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

خو د پکتیکا والي بیا دغه ادعا ردوي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenx8x.jh8xxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته