دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 289653
د برشنا د چارواکو او ترکمن پلاوي ترمنځ په کتنه کې د نورالجهاد د برېښنا د پروژې پر چټکتیا ټینګار وشو
برشنا شرکت اعلان کړی، چې د دغه شرکت د مشرتابه او د ترکمنستان د یوه پلاوي ترمنځ په ګډه ناسته کې د نورالجهاد د برېښنا د وېش سټېشن د تخنیکي پاتې شونو د کار د ژر پیل او بشپړېدو په اړه بحث وشو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برشنا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت د مشرتابه او د ترکمنستان د یوه پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د برشنا شرکت عملیاتي مشر مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، د نور الجهاد سب سټېشن پروژه د بشپړېدو په حال کې ده او ټاکل شوې چې دغه سب سټېشن د دواړو خواوو له تخنیکي ستونزو وروسته فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په پرانېستلو سره به له ترکمنستان څخه هرات ته د وارداتي برېښنا اندازه لوړه شي او زرګونه نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن شي.
https://avapress.com/vdciw3arpt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته