دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 289052
د فوټسال ملي لوبډله له کویټ سره مخامخ کیږي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د اسیا د ملتونو جام د فوټسال سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه له کویټ سره وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او کویټ د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د تایلنډ په مرکز بنکاک مرکزي لوبغالي کې ترسره کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان ملي لوبډلې په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه ایران څخه ۳-۱ ماته وخوړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي د کویټ پر وړاندې د خپلې لوبډلې له لوبې مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې لوبغاړي به په دې لوبه کې ګډون وکړي او درې نمرې به ترلاسه کړي.

زموږ د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به د خپلو څلورو مهمو لوبغاړو په نه شتون کې د اسیا د ملتونو جام ته ننوځي.

علي فیاضي، حسن علي جعفري، سید حسین موسوي او حمید رضا حسیني هغه لوبغاړي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې، د ځینو دلایلو له امله د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د مشر روزونکي لخوا نه دي بلل شوي.

افغانستان د اسيا د فوټسال سياليو په ډي ګروپ کې له ايران، بحرين او کويټ سره دى.

د اسيا د فوټسال د ملتونو جام سيالۍ دوه ورځې وړاندې د تايلند په کوربه توب په څلورو ګروپونو کې پيل شوې دي.
https://avapress.com/vdcbs9b55rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته