افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدی پرون (جمعه د حمل ۳۱مه) د پېښې له سیمې څخه لیدنه وکړه او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړل.
ټپيان روغتون ته تر رسولو وروسته ساه ورکړه.
د باميان په مرکز کې د دهن خوشک په کلي کې د استوګنې دغه کور له سختو بارانونو وروسته نړېدلی دی.
د دغې طبیعي پېښې قربانیان د یوې کورنۍ دوه ښځې او یو نارینه وو.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د اروزګان ولايت په مرکز او دهراود ولسوالۍ کې د درېيو کورونو د چت د لوېدو له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي وو.