دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 289015
په بدخشان کې څه باندې شپږ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د بدخشان امنيه قوماندان وايي چې په دوو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې څه دپاسه شپږ زره جريبه ځمکه دکوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي چې په دغه ولایت کې یې د کوکنارو د اړولو د کمپاین له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې شپږ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړې ده.

  د دغو چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال په څه باندې لسو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي. یو شمیر بزګران د بدیل کښت د برابرولو غوښتونکي دي.
 
د هېواد په شمال ختيځ کې بدخشان ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دى چې نشه يي توکي په کې تر ټولو ډېر کرل کېږي او سږ کال يې تر لسو زياتو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي.
 
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت وايي چې په دغه ولايت کې د کوکنارو د اړولو کمپاين دوه مياشتې وړاندې پيل شوى او تر اوسه دوام لري. د چارواكو په وينا، په دې موده كې ۶۳۰۰ جريبه مځكه د كوكنارو له بوټو پاکه شوې ده.
 
د چارواکو په وینا، کشم، ارګو، درایم او جرم ولسوالۍ د هغو ولسوالیو له ډلې دي، چې د نورو کرنیزو توکو په پرتله پکې کوکنار کرل کېږي او د کوکنارو د اړولو کمپاین یې تر هغې دوام لري، چې په دې ولسوالیو او په ټولیزه توګه په بدخشان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شي.
https://avapress.com/vdca6onum49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته