افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۶ مه اعلان وکړ چې د سختو بارانونو له امله ۱۷ تنه مړه او اوه تنه نور د بریښنا له امله مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې اته کورونه ویجاړ شوي او ځینې سړکونه او کوڅې تړل شوي دي.
د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویلي، ۱۷ کسان په پنجاب، پنځه په بلوچستان او دوه نور په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي دي.
دغه راز پاکستاني چارواکو د دغې طبیعي پېښې له زیانمنو سره د مرستې لپاره د هڅو اعلان کړی دی.
له دې وړاندې د پاکستان د خيبر خيوا ايالت په بيلابيلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله د کورونو چتونه غورځيدلي چې له امله يې ٨ تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې هر کال د موسمي او ژمي بارانونو د لسګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او ډېر زیانونه یې اړولي دي.