دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 288572
د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر ۳۳ زره ۳۶۰ تنو ته ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د جنګ د شهیدانو شمیر ۳۳ زره او ۳۶۰ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۷۵ زره ۹۹۳ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۳ تنه شهیدان او ۶۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوی چې اوس هم عملیات روان دی.
 
په دغه بیانیه کې راغلي دي: یو شمیر قربانیان اوس هم په سړکونو او خاورو کې پراته دي او د ملکي دفاع کارکوونکي او امبولانسونه نشي کولای چې روغتونونو ته ورسوي.
 
صهیونیسټي رژیم په تیرو شپږو میاشتو کښې د غزې د خلکو په خلاف وحشتناکه جګړه پیل کړه او حتی د روغتونونو، ښونځیو او د ښوونې او روزنې د مرکزونو په شمول یې ټول ملکي مرکزونه په نښه کړل. پر غزې د دغه رژیم بریدونه دوام لري.
 
د غزې د ملکي دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې له خان یونس څخه د نیواکګرو له وتلو راهیسې یې د غزې په الشفا طبي کمپلیکس کې د ۴۰۹ شهیدانو جسدونه موندلي دي.
https://avapress.com/vdchq6nii23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته