دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 288490
د ننګرهار محصلینو بې پیلوټه الوتکه جوړه کړه
د لومړي ځل لپاره د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي څلورو محصلینو د F-22 بې پیلوټه الوتکې تر جوړېدو وروسته ازموینه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دری راډیو د خبر له مخې، عبدالباسط د دغو محصلینو په استازیتوب وویل: دغه تجربه لرونکې الوتکه چې د یوې میاشتې په اوږدو کې له کارتن څخه جوړه شوې، د ۵۰۰ مترو په لوړوالی کې ۱۵۰۰ متره واټن وهلی شی. 

د ننګرهار د زده کوونکو د لارښود استاد نور زمان باوري وايي: دغه تجربه لرونکې الوتکه پر خپل وزن سربېره د پنځه سوه ګرامه اضافي وزن د لېږد ظرفیت لري.
 
د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي رئيس رفيع الله رفيع هم وايي، که د محصلينو تخنيکي او لابراتواري ستونزې هوارې شي، نو دوی به وکولای شي، چې لا ډېرې تجربې وکړي.
https://avapress.com/vdcgy79xzak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته