دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 288455
له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د غوښتل شوې بودیجې یوازې شپږ سلنه برابر شوي
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې له افغانستان سره د مرستې لپاره یې د دغه سازمان له ۳ میلیارد ډالرو ډېرې غوښتل شوې بودیجې یوازې شپږ سلنه چمتو کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو سازمان په ایکس کې له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړی.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري ننګونې سترې بللې دي.
 
اوچا وايي، په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
 
تېر کال په افغانستان کې مرستندویه عملیات د بودیجې له کمښت سره مخامخ شول.
 
د خوړو نړیوال پروګرام چې پر اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشي وايي، تېر کال لس میلیونه کسان د بودیجې د نشتوالي له امله له مرستو بې برخې شول.
https://avapress.com/vdchm6nim23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته