دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 288146
په ترکیه کې د خوراکي توکو له یوې لارۍ څخه ۴۰ تنه افغان کډوال نیول شوي دي
د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې لږ تر لږه ۴۰ افغان کډوال يي د خوراکي توکو د یوه لاري څخه نيولي ده.
افغان غږ خبری آژانس: ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد پولیسو د شنبې په ورځ د لږ تر لږه ۴۰ افغان کډوال يي نیولي دي.
 
پولیسو ویلي دي چې دغه کډوال په یوه لارۍ کې چې د خوراکي توکي بار وو، ځانونه ځای پر ځای کړي وو.
 
د اماسیا ښار پولیسو اعلان وکړ چې دوی دا کسان وروسته له هغه نیولي چې د خوراکي توکو بار وړونکي موټر تلاشی کول. ویل شوي، چې دوی به له قانوني مراحلو وروسته له ترکیې څخه وایستل شي.
 
د ترکیې پولیسو زیاته کړې چې دغه پناه غوښتونکي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي له اګرې څخه استانبول ته روان وو.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د مدیترانې په سمندرګي او د ترکیې په ګډون د اروپايي هېوادونو په پولو کې په سلګونو افغان کډوال اروپا ته د تلو پر مهال مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdceev8wpjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته